16
Tue, Jul

د هلمند اوسېدونکي له افغان امنيتي ځواکونو سره د امنيت په راوستلو کې مرسته کوي

South
Typography

د ٢٠١٥ مېوند قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزي د طالبانو د پلان شوي بريد په شنډولو کې د هلمند د اوسېدونکو مرسته وستايله.

د قول اردو قومندان د ځايي رسنۍ سره د خبرو پر مهال وويل: "وسله والو طالبان د هلمند ولايت په نادعلي، ګرمسېر او څو نورو ولسواليو کې يو لوى بريد پلان کړى و. ده له ځايي اوسېدونکو مننه وکړه چې پر وخت يې افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړ او هغوى د ناټو د هوايي ځواک په مرسته وکولى شول د طالبانو پلان شنډ او مشران يې تر بريد لاندې راولي".

د ٢١٥ ميوند قول اردو قومندان چې د هلمند ولايت د پنځمې لوا د امن او نظم عامه قومندان د معرفي کولو لپاره جوړه شوې پروګرام کې د خبرو پر مهال خلکو ته افغان امنيتي ځواکونو ژمنتيا، زړورتيا او خدمت وستايه او د امن او نظم عامه ځنې سرتيري ته يې چې له خلکو څخه د ساتنې پر مهال ټپيان شوي و، ګلونه او نقدي جايزې وويشلې.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ولايت امنيه قوندان جنرال خليلي الرحمن جواد وايي چې د هغه سرتيري تل د خلکو په خدمت او د امنيت د ټينګولو لپاره چمتو دي. ده زياته کړه: "زموږ ځواکونو تل ويښ او د ډاډمن امنيت د راوستلو لپاره هلې ځلې کوي څو خلک وکولى شي خپل ورځني ژوند ته ادامه ورکړي".

د هلمند ولایتی شورا یو تن غړى محمد بشير شاکر د هلمنديانو په استازيتوب خبرې وکړي او ويې ويل، افغان امنيتي ځواکونه به هيڅ کله هم د يواځېتوب احساس ونکړي ځکه ځايي خلک له دوى سره دي او تل به له دو‌ى سره مرسته کوي. هغه زياته کړه: موږ پر تاسې وياړو او هېواد او ولس ته مو ژمنتيا ستايو. ډېرى ځايي وګړي د طالبانو د پټنځايونو په اړه تاسې ته مالومات درکوي او تاسې په آسانى سره کولى شي هغوى لمنځه يوسى. دا په ډاګه کوي چې افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه او ځايي اوسېدونکي يو لاس او په ګډه غواړي چې له هلمند ولايت نه دښمن وشړي".