24
Fri, Nov

افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې مالیزیا ته ماتې ورکړه

Sports
Typography

 

د افغان نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې په سینګاپور کې د نولس کلنو د ۵۰ اوریز نړیوال جام سیالیو، د غوراوي پړاو په لومړی سیالۍ کې مالیزیا ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.

 

Under Nineteen Cricket

 

د لوبې پچه افغانستان وګټله او ماليزيا ته يي د توپوهنې بلنه ورکړه، ماليزيا د ۱۹ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۵۳ منډې جوړې کړې.

 

د افغان نولس کلنو له لوري يوسف ځاځي څلور لوبغاړي وسوځول او هيټريک يي هم وکړ، مجيب ځدراڼ درې، ظاهر پکتين دوه او شمس يو لوبغاړی وسوځاوو.

 

افغان نولس کلنو په ۵،۳ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځيدو لوبه وګټله. د افغانستان لپاره درويش رسولي ۳۲ منډې او نويد عبيد ۱۸منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې په اتو ويکټو ماتې ورکړه.

 

د لوبې غوره لوبغاړی يوسف ځاځی چې ۴ لوبغاړي يې سوځولي او هيټريک يې وکړ، وټاکل شو.

 

د نولس کلنو نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سيالۍ په سینګاپور کې ترسره کېږي. په دغو سياليو کې سينګاپور، ماليزيا، افغانستان او د نيپال نولس کلنې لوبډلې لوبيږي. افغانستان به ددغو سیالیو په دوهمه لوبه کې د جولای په ۱۸ له سینګاپور سره مخامخ شي.