22
Mon, Jul

د لومړي ځل لپاره یوه رپ سندرغاړي د افغان ستوري لومړي مقام ګټونکی شو

Culture
Typography

سید جمال مبارز هغه ځوان دې چې په بلخ ولایت کې د سلماني دکان وتاړه او په خالي جېب یې د افغان ستوري د سیالۍ میدان ته را ودانګل.


هغه د سې شنبې د شپې د دغې سیالی د دولسم پراو لومړی مقام ګټونکی شو.
د یاد خپرونې وروستي پړاو ته د لومړي ځل لپاره یوه نجلۍ، زلاله هاشمي هم لاره پیدا کړی وه خو مبارز وتوانید د ډېرو رایو په ترسره کولو سره لومړۍ ځای خپل کړي.
مبارز په دغه سیالی کې د زلاله ونډې اخیستو ستاینه وکړه او وویل چې ” که زلالې هم دا مقام خپل کړی وه، زه به خوشاله وم ځکه چې په افغانستان کې اوسني شرایط د ښځو لپاره ستونزمن دي.”
هغه زیاته کړه چې دا د ویاړ ځای دی چې یوه مېرمن دي پړاو ته رسېدلې ده او په پای کې مبارز د لومړي مقام نښه زلالې ته ورکړه.
زلاله هغه نجلۍ چې د داعش تر ګواښ لاندې سیمې څخه د موسیقۍ ډګر ته راوتلې وه.
د افغان ستوري خپرونې هره اوونۍ د طلوع خصوصي تلویزین څخه نشر ته سپارل کیده چې د ښځینه سندرغاړو لپاره په یوه ښه فرصت بدله شوې ده.