22
Mon, Jul

وزير ماليه با شهزاده الولید بن طلال، عضو خانواده شاهی عربستان سعودی و مالك كمپنى معروف سعودي هولدنگ گروپ ملاقات نمود

Economy
Typography

 

MoF2

مالیې وزیر د سعودي عربستان شاهي کورنۍ له غړي او د سعودي مشهورې کمپنۍ هولډنګ ګروپ له مالک سره وکتل

۸ حمل ۱۳۹۶
مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د وري میاشتې په ۷ مه نېټه د سعودي عربستان شاهي کورنۍ له غړي او د سعودي مشهورې کمپنۍ هولډنګ ګروپ له مالک شهزاده الولید بن طلال، سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوریو پر اقتصادي ودې، پراختیایي پروژو، په افغانستان کې کینګډوم هولډینګ ګروپ (Kingdom Holding Group) کمپنۍ ته د پانګونې په فرصتونو، د کانونو سکټور په برخه کې پر سیمه یزې همکارۍ، انرژۍ، د کورونو په جوړولو او بنسټونو، له بېرته راستنېدونکو او کډوالو سره په مرستو، په کابل کې د یوه معیاري روغتون په جوړولو، په سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومانو په درملنۍ او یو شمېر نورو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.