25
Sun, Aug

د کونړ ځوانانو ته د خپلو کورنيو د ملاتړ په موخه مسلکي زده کړې برابرې شوې

Economy
Typography

٢٧ کلن سبحان الله چا چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ټولنيزو چارو له مسلکي روزنيز مرکز څخه ٦ مياشتنى روزنه ترلاسه کړې، په وياړ او خندا سره وويل: زه اوس خپل کارو بار لرم، په اسعد آباد ښار کې ما يو وړوکى دوکان پرانيستۍ او دوو تنو مو د کار زمينه برابره کړې. زه اوس کولى شم د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم. دا هرڅه د هغه مسلکې روزنې پايله ده چې د دولت له خوا موږ ته راکړل شوې وه.

د کونړ ولايت سلګونه نور نارينه او ښځينه ځوانان هم سبحان الله ته ورته کيسې لري او دغه ډول مسلکي روزنه ستايي. د دوي په وينا اوس دوى د خپل کارو بار خاوندان دي او کولى شي له خپلو کورنيو سره مرسته او له دې اړخه ټولنې ته خدمت وکړي.

د کونړ ولايت د ټولنيزو چارو رييس مولوي عطا‌الله نوري د دغه پروګرام په اړه وويل: "په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د امريکا د مرستو د ادارې په مرسته موږ له ١٠٠٠ زيات ځوانان په بېلا بېلو برخو کې روزلي. پايله يې هم دغه زرګونه هټۍ وال دې چې په مارکيټ په کار کولو سره د خپلو کورنيو مرسته کوي".

هغه څرګنده کړه چې په راتلونکي پروګرام کې لا دمخه سلو تنو ځوانانو نوم ليکنه کړې چې ٢٠ تنه يې انجونې دي. ده وويل: خپلو خلکو ته د مسلکې روزنې په ورکولو سره موږ خورا بوخت يو او د دولت او نړيوالې ټولنې په دوامداره مرستو په وکولى شو چې دغه لړۍ ته دوام ورکړو او لازيات ځوانان وروزو. دا کار به ځوانان د دې جوګه کړي چې په آسانى سره په ټولنه کې ځان ته کار پيدا کړي."

افغان دولت د نړيوالې ټولنې په مرسته په ټول هېواد کې ځوانانو ته مسلکي روزنه ورکوي. د هېواد د پرمختګ لپاره سخت زيار، کوښښ او حوصلې ته اړتيا ده او دغه ډول رونيزو پروګرامونو ته په کتو سره د هېواد راتلونکې ښيرازه ښکاري.