20
Sat, Jul

د يني عالمان: په روژه کې له بېوزلو سره مرسته وکړئ

Life and Society
Typography

د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ښار يو تن ديني عالم سيد يونس موسوي وايي د روژې د مبارکې مياشتې په پيلېدو سره، مسلمانان بايد د ټولنې له بېوزلو کسانو سره مرسته او د هغوى لاس نيوى وکړي. هغه زياته کړه دا د عبادتونو، مرستې او د ښو چارو د ترسره کولو مياشت ده.

د نوموړي په وينا، ټول مسلمانان په ځانګړې توګه ځوانان بايد د حضرت محمد (ص) او ريښتينو مسلمانانو لار تعقيب او روژه ونيسي، د روژې پر ګټو ځانونه خبر او دغه پيغام له ټولو مسلمانانو سره شريک کړي. ده وويل چې روژه د روغتيا لپاره ډېرې ګټې لري او دا د نړۍ د وتلو ساينس پوهانو لخوا هم تاييد شوي دي.

ښاغلي موسوي وويل: د دې مياشتې يوه بله ګټه د ټولنې له بېوزلو کسانو سره مالي مرسته ده، کوم چې يو ښه کار دى او حضرت محمد (ص) هم په دې مياشت کې له بېوزلو او هغه کسانو چې د اقتصادي حالت يې سم نه دى، سره پر مرستې ټينګار کړى دى. هغه دغه راز پر وسله والو غږ وکړ چې خپله وسله پر ځمکه کيږدي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي څو خلک وکولى شي په دې مياشت کې په ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

نوموړي څرګنده کړه چې که څه هم افغان امنيتي ځواکونه هره ورځ په هېواد کې د امنيت د راوستلو لپاره هلې ځلې او هېواد والو ته خدمت کوي خو د روژې د مبارکې مياشتې پر مهال بايد خپلو کړو وړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د لښکرګاه ښار يو تن هټيوال علي حسين ظفر وايي چې د روژې مبارکه مياشت د عبادتونو، برکتونو، له بېوزلو سره د مرستو او د ښو چارو د ترسره کولو مياشت ده.

نوموړي هم په خپل وار سره پر وسله والو غږ وکړ چې د سولې او هوساينې لار غوره کړي څو دوى او نور ملکي وګړي سوله ييز ژوند ولري.

نوموړي د لښکرګاه ښار له اوسېدونکو هم وغوښتل چې په ښار کې د ډاډمن امنيت په راوستلو کې د افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي او د شکمنو کړنو په اړه هغوى ته مالومات ورکړي.

له بل خوا، د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي چې افغان امنيتي ځواکونو د روژې د مبارکې مياشتې لپاره ځانګړي امنيتي پلانونه په پام کې نيولي څو ښاريان په ډاډمن امنيت کې له روژې خوند واخلي. سربيره پر دې، د هلمند ولايتي اداره په پام کې لري چې بېوزلو او هغو کورنيو ته چې خپل نږدې دوستان يې په جګړه کې له لاسه ورکړي، خواړه وويشي.

د والي وياند وويل چې دوى دا هم په پام کې ده چې د روژې د مبارکې مياشتې او ګټو په اړه يې ځوانانو ته زيات مالومات ورکړي.