20
Sat, Jul

پياوړي ملتونه په سختيو کې د يو بل ملتيا کوي

Life and Society
Typography

افغانان وايي چې دوى به د هغو دښمنانو چې غواړي دولت کمزورۍ او هېواد کې ملي يو والي ته زيان ورسوي، پر وړاندې مبارزه وکړي. دوى وايي چې له خپل هېواده دفاع ته چمتو دي او هيڅ کله به هم د دغه دښمن پر وړاندې خپله مبارزه و نه دروي. که څه هم د ښمن کوښښ کوي چې افغانان له پرمختګ څخه راوګرځوي اما دوى په دې باور دي چې پراختيايي چارې به بريالۍ او هېواد به روښانه راتلونکې ولري.

د کندهار ولايت د علماو شورا مشر مولوي عبيدالله فيضاني آزادۍ غږ ته وويل چې اسلام سوله خوښوي او د وروګلوۍ، عدالت او امن دين دي او افغان دولت د اسلام د لارښوونو سره سم د بې ګناه ملکي وګړو له وژنې او د جګړې د ختمولو او سولې ته د طالبانو د رابللو په موخه د سولې عالي عالي شورا جوړه کړې. د علماو شورا غړي فيضاني وايي، که چېرې طالبان ځانونه ريښتوني مسلمانان ګڼي، دوى بايد د سولې له پروسې سره يو ځاى او نور په افغانستان کې د بې ګناه وګړو وژنه بس کړي.

فيضاني هم په کابل کې وروستى بريد په کلکو ټکو وغانده او ويې ويل، په اسلام کې هيڅ کله هم د بې ګناه ملکي وګړو چې خپلو دندو او کارونو ته روان وي، د وژلو امر ندى شوى. ده زياته کړه: "روژه د سولې او بښنې مياشت ده خو طالبانو او داعش ډلې دا وښوده چې دوى د اسلام لپاره نه بلکه د بل چا لپاره کار کوي، ځکه چې دوى يواځې په کابل کې له سلو زيات کسان ووژل او ٥٠٠ نور يې ټپيان کړل. الله تعالي خپلو بنده ګانو ته امر کړئ چې د جګړې پر ځاى سوله غوره کړي او د جګړې پر مهال ان بوټو او ونو ته هم زيان مه رسوي، خو دا د افغانستان دښمنان بې ګناه خلک وژني."

د کابل له بريد وروسته، په ټول هېواد کې خلکو د کابل شهېدانو ته دعاګانې وکړې او له افغان دولت يې وغوښتل چې د دغه ډول پيښو عاملينو ته سخته سزا ورکړي. رييس جمهور محمد اشرف غني هم د حقاني ډلې چې دغه بريد يې پلان کړى و، ١١ تنو غړو ته د مرګ سزا واوروله.