20
Sat, Jul

وردک: د یوه خونړی موټر بم چاودنې مخه ونیول شوه

Security
Typography


په میدان وردک ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو له خوا د یوه خوڼړی موټر بم برید چاودنې مخه نیول شوی.

anp stops car


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو غوښتل د دغه موټر بم په وسیله په دغه ولایت کې برید ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه موټر بم د برید له مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.
میدان وردک د افغانستان په مرکز کې د هېواد له نسبتا ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت وایي، افغان امنیتي ځواکونو د پروان ولایت په بګرام ولسوالی کې یوه ځای پر ځای شوی ماین کشف او خنثی کړی دی.
د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دولتي چارواکي اکثرا طالبان او نور ولسواله ډلې په لويو لارو کې د ماينونو په ښخولو تورنوي او وایي په دغو بریدوو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما یوناما په خپل نوي خپاره شوي راپور کې لیکلي، په تېر میلادي کال کې نېږدې یوولس نیم زره ملکي افغانانو ته تلفات اوښتي چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله درې فیصده ډېروالی ښيي.